وَهَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ مُوسَى
اوآیا (یقیناً) راغلی دی تاته خبرد موسیٰ علیه السلام -
ددی آیت تفصیل دقصی د موسیٰ علیه السلام شروع کیږی - اولوی مقصد په کښی شجاعت او بهاری ورکول دی په تیرولو د مصیبتونو ددعوت سره په شان موسیٰ علیه السلام او دساحرانو روستو د ایمان راوړلونه اوپه دی واقعه ددی سورة کښی شپږ مقامات دی اول مقام ددی آیت نه شروع دی تر (۲۴) پوری په دی کښی ذکر دی حال دواپسئ د موسیٰ علیه السلام دمدین نه مصرته اوسپارل درسالت دی هغه ته په توحید سره اودوه حکمونه دپار دتکمیل دتوحید او اخبار دقیامت دی او تثبّت او تشجیع ده او ذکرد دوو معجزاتو د موسیٰ علیه السلام دی (وَهَلْ أَتَاكَ) په دی سره مقصد تنبیه ده -