إِذْ رَأَى نَارًا فَقَالَ لِأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَعَلِّي آتِيكُمْ مِنْهَا بِقَبَسٍ أَوْ أَجِدُ عَلَى النَّارِ هُدًى
کله چه اولیدلو اور نو وی وئیل کوروالوته حصارشئ یقیناً ما لیدلی دی اور کیدی شی چه راوړم تاسوته دهغی نه لیت (شغله) یابه امومم داورپه خواکښی لارخودونکی -
اورئی ورته په اعتبار دگمان د موسیٰ علیه السلام اوویل اود سورة نمل اوقصص نه معلومیږی چه مقصد ئی دقبص نه گرموالی حاصلول وؤ اولار ترینه ورکه شوی وه ددی وجی دهادی ذکرئی اوکړو -