طٰهٰ ۸

اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى

اللّه دی نیشته حق دار دبندگئ سیوا دهغه نه خاص هغه لره دی نومونه ښائسته -

دادعویٰ دتوحید ده اوورسره پنځم دلیل دی (الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى) هغه دی چه اللّه تعالٰی ځان دپاره په منزّلو کتابونو خپلوکښی بیان کړی دی یا انبیاء علیهم السلام د اللّه تعالٰی دپاره ثابت کړی دی او حُسنیٰ ځکه دی چه په کمال دلالت کوی اوشریک پکښی نشی کیدلی اوقدیم او همیشه دی اوپه نقل دوحی باندی بنادی او اللّه تعالٰی په هغی کښی مخلوق ته محتاج نه دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل