لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا وَمَا تَحْتَ الثَّرَى
خاص دهغه اختیارکښی دی هغه څیزونه چه په آسمانونو کښی دی اوهغه چه په ځمکه کښی دی اوهغه چه ددی دواړو په مینځ کښی دی اوهغه چه لاندی دلوندو خټونه دی -
دا دریم دلیل دی په توحیدباندی - مراد دادی چه تصرف دټول عالم اللّه تعالٰی لره خاص دی - (الثَّرَى) لوندی خټی دی یعنی داوومی ځمکی دلاندی چه څه دی نو اللّه تعالٰی په هغی باندی عالم دی، اوپه هغی کښی تصرف کوونکی دی -