الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى
عام رحمتونووالادی دعرش دپاسه برایر دی -
دادوهم دلیل دی، په ذکردصفت درحمانیت د اللّه تعالٰی اوفوقیت په عرش باندی، اود استویٰ اودعرش معنیٰ ښکاره ده چه دعرش دپاسه دی اوعرش د آسمانونودپاسه دی هان دهغی کیفیت دمخلوق سره هیڅ مشابهت لری اودا عقیده دټولو سلف صالحینو او ائمه مجتهدینوده - اود امام ابوحنیفه رحمة اللّٰه علیه نه روایت دی چه چا داسی اوئیل چه زه نه پوهیږم چه رب ځما په آسمان کښی دی یاپه ځمکه کښی دی نوهغه سړی کفراوکړو ځکه چه اللّه تعالٰی فرمائی (الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى) داپه فقه اکبراو شرح عقیده طحاویه کښی ذکرشوی دی، دامام مالک رحمة اللّٰه علیه نه نقل دی هغه فرمائیلی دی چه استواء مجهول نه ده (یعنی معنیٰ ئی معلومه ده) اوکیفیت داستویٰ دمعقول نه دی اوایمان په دی باندی فرض دی اوبحث تپوسونه ددی نه بدعت دی -