يَا يَحْيَى خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا
(اوئیل مونږ) ای یحیٰ اونیسه کتاب په کلکه سره او ورکړی وه مونږ ده ته پوهه ددین په وړوکوالی کښی -
په کلام کښی حذف دی دپاره د اختصار یعنی یحیٰ علیه السلام لس صفات ذکرکړی شوی دی - اولنی دا وو چه (وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا) الکحم نه مراد ددین پوهه ده او ابن عباس رضی اللّه عنهم نه روایت دی چاچه قرآن اولوستلو مخکښی دبلوغ نه نوپه هغه په دی صفت کښی داخل شو اویو روایت کښی راغلی دی چه یحیٰ علیه السلام ته یو ځلی هلکانو اوئیل راځه چه لوبی کوؤ نو هغه جواب ورکړو چه مونږ دلوبودپاره نه یو پیدا کړی شوی -