فَخَرَجَ عَلَى قَوْمِهِ مِنَ الْمِحْرَابِ فَأَوْحَى إِلَيْهِمْ أَنْ سَبِّحُوا بُكْرَةً وَعَشِيًّا
پس را اُوتلو (ښکاره شو) قوم ته دعبادت خانی نه نوپه اشاره سره ئی اوئیل دوی ته چه تسبیح وائی صبائی بیگائی -
مراد دادی چه زکریا علیه السلام دکلام کولو نه ژبه بنده کړه نوبیا دعوت ددین ئی په اشاره سره کولو (الْمِحْرَابِ) مراد ددی نه هغه اوچت مکان دی چه مختص وؤ په امام پوری په دین د بنی اسرائیلو کښی اودی ته محراب ځکه وائی چه په دی کښی محاربه کیږی دشیطان او شهواتوسره - دا محراب دزمونږزمانی مراد نه دی (بُكْرَةً وَعَشِيًّا) کښی هروخت مراد دی لیکن دا دوه وختونه ډیرافضل دی ددی وجی نه تخصیص ئی اوکړو -