مریم ۱۰

قَالَ رَبِّ اجْعَلْ لِي آيَةً قَالَ آيَتُكَ أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلَاثَ لَيَالٍ سَوِيًّا

اوئیل ده ای ربه ځما اوگرځوه مالره نخه اوئیل نخه ستا داده چه خبری به نه شی کولی خلقو سره دری شپی او حال دا چه روغ به ئی -

په دی کښی طلب کول دزکریا علیه السلام دی خاص نښی لره دپاره دولادت د اولاد او داددی دپاره چه د ولادت نه مخکښی شکرډیر ادا کړی (أَلَّا تُكَلِّمَ النَّاسَ) په دی کښی دوه توجیه دی اول داچه ستاژبه به بنده شی نوپه اشاره به خبری کوی دوهم داچه ته به منع کړی شی دخبرونه اوداهم روژه ده په دین دهغوی کښی که دشپی وی یا د ورځی - په سورة ال عمران (۴۱) کښی ایام لفظ ذکر وؤ اشاره وه چه شپه او ورځ دواړه دی اوسورة مریم مخکښی نازل شوی دی د سورة ال عمران نه نو دلته ئی اول وخت ذکرکړو چه شپه ده ځکه شپه په ورځ باندی مخکښی ده اود ورځی اشاره ښکاره کیږی اودشپی نه ښکاری ددی وجی ئی هلته دورځو سره الاً رمزاً ذکر کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل