وَحَنَانًا مِنْ لَدُنَّا وَزَكَاةً وَكَانَ تَقِيًّا
اوترس کول (په خلقوباندی) زمونږ دطرف نه اوپاکوالی اودی ؤو تقویٰ دار -
په دی آیتونوکښی باقی نهه صفات ذکرکړی شوی دی (وَسَلَامٌ عَلَيْهِ) مراد دسلام نه سلام دی د اللّه تعالٰی اوسلامتیا ورکول دی او ددی دریو حالاتو ذکرئی ځکه اوکړو چه انسان په دی دریو حالاتوکښی ډیرضعیف او محتاج وی اللّه تعالٰی ته اودا صفتونه ټول دلالت کوی په عبدیت د یحیٰ علیه السلام باندی -