مریم ۸

قَالَ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا وَقَدْ بَلَغْتُ مِنَ الْكِبَرِ عِتِيًّا

ده اوئیل ای ربه په څه طریقه سره به ځما هلک وی اوده ښځه ځما شنډه شوی اویقیناً رسیدلی یم زه د بوډاوالی نه آخری حد ته -

په دی کښی مقصد د زکریا علیه السلام انکار کول نه دی بلکه طلب کول دی دطریقی دولادت لکه چه تیرشوی دی په تفسیرد سورة ال عمران کښی په دی سورة کښی پوره تفصیل مقصد دی ددی وجی نه اول مانع د ولادت ئی ذکر کړو چه شنډوالی د ښځی دی اوپه سورة آل عمران کښی بر عکس ذکر کړی دی یعنی اول ئی د خپل ځان ذکر کړی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل