يَا زَكَرِيَّا إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلَامٍ اسْمُهُ يَحْيَى لَمْ نَجْعَلْ لَهُ مِنْ قَبْلُ سَمِيًّا
ای زکریا یقیناً مونږ زیری درکؤو تاته په هلک سره چه نوم د هغی یحیٰ دی نه دی گرځولی مونږ ده لره ددی نه مخکښی همنامی -
یعنی دعا د زکریا علیه السلام قبوله شوه اوپه بشارت کښی دری امور ذکردی اول بشارت دولد، دوهم تسمیه د اللّه تعالٰی دطرف نه په یحیٰ سره او دریم په دی قول کښی چه (لَمْ نَجْعَلْ لَهُ مِنْ قَبْلُ سَمِيًّا) ددی دوه معنی دی اوله معنیٰ داده چه نوم د یحیٰ دده نه مخکښی دبل چا نه وو اودوهمه معنیٰ داده چه د اللّه تعالٰی دطرف نه داسی نوم بل چاله نه وؤ کیښودلی شوی -