يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا
چه وارث شی ددین ځما او وارث شی ددین د داولاد د یعقوب علیه السلام اوگرځوی دی ای ربه غوره شوی -
دلته مراد دمیراث نه وراثت ددین دی او ال یعقوب کښی هم دی ته اشاره ده چه دا دین میراث دی د ټولو انبیاؤ دبنی اسرائیلو او مراد دمیراث نه میراث مالی نه دی ځکه انبیاء علیهم السلام نه مال میراث نه پاتی کیږی بلکه دهغوی نه علم ددین پاتی کیږی لکه چه په حدیث صحیح کښی دی (رَضِيًّا) غوره کړی شوی ددین دپاره -