وَإِنِّي خِفْتُ الْمَوَالِيَ مِنْ وَرَائِي وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا فَهَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا
اویقیناً زه ویریږم د تربورانونه روستوځمانه (په دین باندی) اوده ښځه ځما شنډه نورا اوبخی مالره دخپل طرف نه وارث ددین -
په دی کښی هم توصل دی په ذکرداحتیاج خپل اوپه اوله جمله کښی ذکر دسبب دی دپاره دطلب ځوئی یعنی خپلوان او تربوران ددی قابل نه وؤ چه پس دده نه دین سنبال کړی نوځکه ولد په کاردی (وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا) په دی کښی اشاره ده چه اسباب دظاهر دولد نیشته او من لدنک هم په دی باندی دلالت کوی چه ظاهری سبب نیشته -