بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
كهيعص
كهيعص
اوبل نوم ئی كهيعص دی -
ربط: ددی سورة دکهف سره دادی چه سورة کهف کښی جوابونه وؤ دشبهاتو مشرکانو په اثبات دعجز دصالحینو نوپه دی سورة کښی جوابونه دشبهاتو باقیو دی په اثبات دعبدیت د صالحینو د اللّه تعالٰی دپاره -
جوابونه دشبهاتو دی په باره د انبیاؤ او ملائکو کښی په اثبات دعبدیت دهغوی او مأخذد دعویٰ په (۹۳،۵۸) کښی دی - اواثبات دتوحید دی په پنځوطریقو سره - اوله طریقه اثبات دعبدیت دانبیاؤ اود ملائکو - دوهمه طریقه رد داقسامو دشرک یعنی شرک فی العبادت اوشرک فی الدعاء اوشرک فی التصرف - دریمه طریقه رد په شفاعت قهریه باندی - څلورمه طریقه رد په اتخاذ ولد باندی پنځمه طریقه دذکر داسماء حسنیٰ دری په خذف تکرار سره -
په دی سورة کښی دری بابونه دی اول باب تر (۶۳) پوری دی په دی کښی ذکردعبودیت دانبیاء علیهم السلام دی، شپږ انبیاء ئی تفصیلاً ذکر کړی دی زکریا علیه السلام عیسیٰ علیه السلام او مریم علیها السلام اوابراهیم علیه السلام او موسیٰ علیه السلام او اسماعیل علیه السلام او ادریس علیه السلام بیا ذکردانبیاؤ اجمالاً په (۵۸) کښی اوتخویف اخروی روستو دواقعی د عیسیٰ علیه السلام نه د (۳۷) نه تر (۴۰) پوری اوپه (۵۹) کښی بیا بشارت اخرویه د (۶۰) نه تر (۶۳) پوری -
داحروف مقطعات دی اوددی په مقصد باندی اللّه تعالٰی ښه پوهیږی اولوی حکمت په دی کښی اثبات داعجاز دقرآن دی او ابن عباس رضی اللّه عنهما روایت دی چه کاف اشاره ده چه اللّه تعالٰی کافی دی اوهاء اشاره ده چه اللّه تعالٰی هادی دی اویا اشاره ده چه اللّه تعالٰی چه ید د اللّه تعالٰی غالب دی په ټولو اوعین اشاره ده چه اللّه تعالٰی عالم دی په هرڅه اوصاد اشاره ده چه اللّه تعالٰی صادق دی په وعدو خپلو کښی -