ذِكْرُ رَحْمَتِ رَبِّكَ عَبْدَهُ زَكَرِيَّا
دایاداشت درحمت درب ستادی په بنده خپل باندی چه نوم ئی زکریا ؤو -
دا جواب دی د شبهی په باره د زکریا علیه السلام کښی - شبهه داده چه ځوی پیدا کیدل د زکریا علیه السلام دلالت کوی دهغه په قدرت اوتصرف باندی نومعلومه شوه چه هغه دبندگئ حق لری - حاصل دجواب دادی چه دی عبد وؤ او دلیلونه دعبدیت دهغه دادی چه رحمت درب ته محتاج وؤ - ندا اودعائی کړی ده او هډوکو او سرباندی د بوډاوالی ښکاره اثروؤ دتربورانو نه ئی خوف کوؤ وارث ته محتاج وو بیا نښی ته محتاج وو بوډاوالی پری راغلی وو مخلوق وو ژبه ئی بنده شوی وه نودی اِله نه شی کیدلی اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه واقعه د زکریا علیه السلام ذکراو نصیحت دی دپاره داثبات دتوحید اوپه دی کښی تصریح ده هغه په عبدیت باندی اودلته لفظ رحمت کښی اشاره ده استجابت ددعا ته چه داد اللّه تعالٰی رحمت دی اللّه تعالٰی محبور نه دی -