الكهف ۱۱۰

قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِدٌ فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا

اوایه یقیناً‌ زه بنده یم ستاسو په شان (محتاج یم) اووحی کیدی شی ماته چه یقیناً‌ حقدار دبندگئ ستاسو یو دی نوڅوک چه امید لری دپیش کیدلو رب خپل ته نوعمل دی کوی دسنت برابر اوشریک دی نه جوړوی په بندگئ‌ درب خپل کښی هیچا لره -

په دی آیت کښی اول نفی دعلم غیب ده د نبی ﷺ نه چه هغه بشردی او بشرپه غیب باندی علم نه لری - اواثبات دصدق درسول دی او اختتام دی په مسئله د توحید او رد شرک فی العبادة سره اودا تفریع ده په کل سورة باندی (وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) هرکله چه په شرک کښی مراتب مختلفه وی یعنی شرک دون شرک اوکفردون کفر ددی وجی نه دا آیت دمفسرینوپه نیز باندی شرک حقیقی او شرک خفی یعنی ریا او سمعت ته شامل دی بلکه عدم اخلاص او طلب اجرت په عبادت باندی هغی ته شامل دی ، لکه مفسر الوسی تصریح کړی ده چه څوک ختم دقرآن ددنیا دمقصد دپاره کوی اواجرت پری اخلی نو ورکوونکی او اخستونکی دواړه گنهگار دی اودارنگ ډیروفقهاؤ په دی باندی تصریح کړی ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل