الكهف ۱۰۹

قُلْ لَوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَنْ تَنْفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا

اوایه که چیری شی دریابونه سیاهی دپاره دلیکلو د کلمو د رب ځما نوضرور ختم به شی دریابونه مخکښی دختمیدلو د کلماتود رب ځمانه اگر چه راوړو مونږ دهغی په شان نوره زیاتی سیاهی -

په دی کښی رد دی په شرک فی العلم باندی اوجواب دشبهی د مشرکینودی چه دوی واسی چه درسول سره علم د تورات او دانجیل اودقرآن وی اوپه هغی کښی علم د اللّه تعالٰی دی نومعلومه شوه چه رسول سره کُلی علم دی؟ نوجواب اوشو حاصل دجواب دادی چه د اللّه تعالٰی دعلم هیڅ انتها نیشته اود بندگانو علم منتهی وی (لِكَلِمَاتِ رَبِّي) نه مراد جزئیات دعلم د اللّه تعالٰی دی اودهغه تفصیلی صفتونه دالوهیت او حکمتونه دکلام دهغه اودهغی هیڅ حد نیشته - اودارنگ په سورة لقمان (۲۷) کښی هم دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل