الكهف ۱۰۲

أَفَحَسِبَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنْ يَتَّخِذُوا عِبَادِي مِنْ دُونِي أَوْلِيَاءَ إِنَّا أَعْتَدْنَا جَهَنَّمَ لِلْكَافِرِينَ نُزُلًا

آیا گمان کوی کافران چه اونیسی بندگان ځما ځما نه سیوا مددگاران یقیناً تیارکړی دی مونږ مونږجهنم کافرانولره میلمستیا تیاره -

ددی ځای نه ترآخر دسورة‌ پوری خاتمه ده - په دی کښی زجر او تخفیف شدید دی مشرکین بالعباد لره چه په سبب دتیرشوی شبهاتو دوی د اللّه تعالٰی سره شریکان جوړوی هغه عباد فقیران (اصحاب کهف) دی اوپیغمبران (موسیٰ او خضر علیهما السلام) دی او بادشاهان دی (لکه ذوالقرنین) د (۱۰۲) نه تر (۱۰۶) پوری اوبشارت دی توحید والوته په (۱۰۷) او (۱۰۸) کښی بیا رد دی په شرک فی العلم باندی (۱۰۹) کښی بیا اختتام دسورة دی په ذکردا ارسال الرسول اودتوحید سره (۱۱۰) کښی هرکله چه شبهات دمشرکینو تفصیلاً دفع کړی شول چه بندگان او جنات قدرت او تصرف الوهیت نه لری نواوس په دی آیتونو کښی تفریع ده په رد شرک فی التصرف اولاً اوبیارد شرک فی العلم سره - اوپه دی (۱۰۲) کښی لفظ دعبادی صریح دی چه ډیرمشرکانود اللّه تعالٰی سره بندگان شریک جوړکړی دی اوپه دی آیت کښی په داسی خلقودکفر حکم دوه کرته کړی شوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل