قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا
اوایه آیا خبردرکړم تاسوته په باره دتاوانی عمل والو -
په دی آیت کښی رد دی په هغه خلقو چه اعمال دشرک اوبدعاتوکوی اودعویٰ دا کوی چه دا نیک اعمال دی اوپه هغی کښی ډیر محنت کوی لیکن دغه اعمال ددوی د اللّه تعالٰی په بیزبرباد دی نودوی ته تاوان والا وئیلی شوی دی اوپه دی آیتونوکښی ټول اهل شرک اوټول مبتدعین داخل دی چه عملونه دشرک اودبدعت سبب دثواب اواجرگنړی -