الَّذِينَ كَانَتْ أَعْيُنُهُمْ فِي غِطَاءٍ عَنْ ذِكْرِي وَكَانُوا لَا يَسْتَطِيعُونَ سَمْعًا
دا هغه کسان دی چه وی ددوی سترگی په پرده کښی د ذکرځمانه او ؤو دوی چه وس ئی نه لرلو د اوریدلو دحق -
په دی آیت کښی سبب دعذاب ذکردی چه هغه دادی چه دضد او دتعصب دوجی ددوی سترگی دحق ددلیلونو ړندی وی او غوږونه ددوی دحق داوریدلونه کانړه وو (لَا يَسْتَطِيعُونَ) ئی ځکه اوفرمائیلو چه په دوی باندی حق خبره داسی بوج وو چه دهغی پورته کولو طاقت ئی نه لرلو -