الكهف ۹۷

فَمَا اسْطَاعُوا أَنْ يَظْهَرُوهُ وَمَا اسْتَطَاعُوا لَهُ نَقْبًا

اوئیل هغه دا خاص رحمت دی دطرف درب ځمانه پس هرکله چه راشی وعده د رب ځما اوگرځوی به دا هموار دځمکی سره اودا وعده درب ځما یقینی کیدونکی ده -

دا دصالح انسان قول وی چه هغه ددنیا په څیزونوباندی تکبرنه کوی بلکه د اللّه تعالٰی احسان ئی گنړی اودهغی دفنا کیدلو عقیده لری اوپه قیامت باندی ایمان لری - په خلاف دهغه کافرچه په دی سورة کښی درجلینوقصه کښی ذکروؤ چه د ذوالقرنین په نسبت سره مالدار وؤ لیکن په خپلی مالدارئ ئي تکبرکوؤ او دفنا دقیامت نه ئی انکارکوؤ - دحدیث صحیح مضمون دادی چه یاجوج ماجوج په هغه دیوال کښی ددوو گوتو دمینځ په مقدار سوری کړی شوی دی اوپه قرآن کریم کښی ذکردی چه وَمَا اسْتَطَاعُوا لَهُ نَقْبًا؟ - نوجواب دادی چه په هغه حدیث دبخاری کښی لفظ د فُتِحَ (په مجهول صیغی سره دی) نوهغه اللّه تعالٰی کولاؤ کړی دی یاجوج ماجوج نه دی سوری کړی - اوکله چه قیامت نزدی شی نو اللّه تعالٰی به دیوال باندی دوی له قدرت ورکړی اوهغه به د ځمکی سره هموارکړی اودوی به د افساد دعالم دپاره بهرراوځی لکه چه ورپسی ایت کښی دیته اشاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل