آتُونِي زُبَرَ الْحَدِيدِ حَتَّى إِذَا سَاوَى بَيْنَ الصَّدَفَيْنِ قَالَ انْفُخُوا حَتَّى إِذَا جَعَلَهُ نَارًا قَالَ آتُونِي أُفْرِغْ عَلَيْهِ قِطْرًا
راوړئ ماته ټکړی (جوړی شوی) داوسپنی تردی چه برابرکړلی په مینځ دسرونو دغرونوکښی ده اوئیل ښه ئی اوپوکئ تردی پوری چه هغه دیوال ئی داورپه شان کړوده اوئیل راوړی ماته چه واړوم په دی باندی تانبه (ویلی کړی شوی) -
داوسپنی بلاکونه ئی جوړ کړل - هغه ئی دیوبل دپاسه په داسی طریقی سره سواره کړل چه دغرونوسرونوسره دیوال برابرشو - نوتانبه ئی ویلی کړی وه اودا اوسپنی ئی په اورسره ښه سری کړی نوویلی کړی تانبه ئی په درزونودهغی کښی واچوله نوهرکله چه دیوال سوړشو نوټوله تانبه دهغه په مینځ کښی منجمده شوه اوکلک دیوال جوړ شو - تاریخ والو لیکلی دی چه د کاکیشا نزدی په دره داریال کښی یوزوړ دیوال دی اوهغه ته سدُّ حدیدی وئیلی کیږی ابن جریردبعضو بادشاهانو واقعات ذکرکړی دی چه هغوی ددی په تفتیش کښی کسان لیږلی وؤ اوهغوی لیدلی دی -