قَالَ مَا مَكَّنِّي فِيهِ رَبِّي خَيْرٌ فَأَعِينُونِي بِقُوَّةٍ أَجْعَلْ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ رَدْمًا
هغه اوئیل هغه چه طاقت راکړی دی مالره دهغی په وجه رب ځما غوره دی نومدد اوکړئ ځما په قوت (دسړوسره) جوړبه کړم ستاسو او ددوی تر منیځ دیوال -
آیت کښی اشاره ده چه صالح بادشاه درعیت نه بلاضرورت مالونه نه آخلی ځکه چه په دی کښی د رعیت تخریب دی هان دهغوی نه بدنی معونت طلب کول جائزدی دضرورت مطابق (سَدًّا) مطلق دیوال ته وئیلی کیږی - اوردم هغه دیوال ته وائی چه اجزائی دیوبل سره متصل کړی شی چه ښه مضبوط شی اوپه دی دیوال جوړولوکښی اشاره ده چه په بادشاه لازم دی چه دخپل رعیت حفاظت اوکړی اودملک نه د مفسدانو سد باب اوکړی اوپه خپل ملک کښی امن راولی -