قَالُوا يَا ذَا الْقَرْنَيْنِ إِنَّ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا عَلَى أَنْ تَجْعَلَ بَيْنَنَا وَبَيْنَهُمْ سَدًّا
دوی اوئیل (دترجمان په واسطه) ای ذوالقرنین یقیناً یاجوج ماجوج ورانی کؤونکی دی په دی ملک کښی نو آیا راجمع کړو تالره خرچه چه جوړکړی ته په مینځ زمونږ اوددوی کښی دیوال -
(يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ) دوه قومونه د اولاد دیافث بن نوح علیه السلام نه دی اود بافث په اولاد کښی ترک، صقلاب، چین وغیره هم داخل دی، اوداټول مبادی دفساد دی لیکن دیاجوج ماجوج فساد ددوی نه زیات دی اود یورپ په اصطلاح کښی دوی ته گاگ لیگاگ وئیلی کیږی اوددوی په باره کښی احادیث صحیحه هم راغلی دی اوددوی راتلل دقیامت دقریبی علاماتو نه دی اوکله چه ددوی ددیوال نه را اوځی نوکیدی شی چه چین روس وغیره ټول مفسدان به ددوی په ملگرتیا کښی وی ځکه دا تول په نسبت کښی شریک دی اوپه ټول عالم کښی به سیوا د حجازمقدس نه فساد خورکړی (فَهَلْ نَجْعَلُ لَكَ خَرْجًا) په دی کښی اشاره ده چه رعیت له په کاردی چه داجتماعی فائدی دپاره بادشاه نه مدد غواړی -