الكهف ۹۳

حَتَّى إِذَا بَلَغَ بَيْنَ السَّدَّيْنِ وَجَدَ مِنْ دُونِهِمَا قَوْمًا لَا يَكَادُونَ يَفْقَهُونَ قَوْلًا

ترهغی پوری چه اورسیدو مینځ ددوه غرونو ته اوئی مندلو دهغی نزدی یوداسی قوم چه نه ؤو نزدی چه پوهه شوی وی په وینا باندی -

(السَّدَّيْنِ) نه مراد دوه غرونه دی اوپه دی نوم سره ددی وجی نه مسمٰی شوی دی چه هغه هم دیاجوج ماجوج دبندش دپاره قدرتی دیوالونه دی صرف مینځ ئی خالی وو - داقوم د ذوالقرنین په ژبه نه پوهیدل دا دلیل دی چه ذوالقرنین په هرڅه علم نه لرلو نو څرنگه د اللّه تعالٰی سره شریک جوړیدلی شی - (قَوْمًا) دا قوم دوه قسمونه وو یوپه مشرق دبحرخذر باندی چه هغوی ته کاسپین وئیلی کیدل اوبل قسم ته کولشی وئیلی کیدل چه کاکیشیا سره نژدی وؤ -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل