الكهف ۹۸

قَالَ هَذَا رَحْمَةٌ مِنْ رَبِّي فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ رَبِّي جَعَلَهُ دَكَّاءَ وَكَانَ وَعْدُ رَبِّي حَقًّا

اوئیل هغه دا خاص رحمت دی دطرف درب ځمانه پس هرکله چه راشی وعده د رب ځما اوگرځوی به دا هموار دځمکی سره اودا وعده درب ځما یقینی کیدونکی ده -

دا دصالح انسان قول وی چه هغه ددنیا په څیزونوباندی تکبرنه کوی بلکه د اللّه تعالٰی احسان ئی گنړی اودهغی دفنا کیدلو عقیده لری اوپه قیامت باندی ایمان لری - په خلاف دهغه کافرچه په دی سورة کښی درجلینوقصه کښی ذکروؤ چه د ذوالقرنین په نسبت سره لږ مالدار وؤ لیکن په خپلی مالدارئ ئي تکبرکوؤ او دفنا دقیامت نه ئی انکارکوؤ - دحدیث صحیح مضمون دادی چه یاجوج ماجوج په هغه دیوال کښی ددوو گوتو دمینځ په مقدار سوری کړی شوی دی اوپه قرآن کریم کښی ذکردی چه وَمَا اسْتَطَاعُوا لَهُ نَقْبًا؟ - نوجواب دادی چه په هغه حدیث دبخاری کښی لفظ د فُتِحَ (په مجهول صیغی سره دی) نوهغه اللّه تعالٰی کولاؤ کړی دی یاجوج ماجوج نه دی سوری کړی - اوکله چه قیامت نزدی شی نو اللّه تعالٰی به دیوال باندی دوی له قدرت ورکړی اوهغه به د ځمکی سره هموارکړی اودوی به د افساد دعالم دپاره بهرراوځی لکه چه ورپسی ایت کښی دیته اشاره ده -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل