الكهف ۱۷

وَتَرَى الشَّمْسَ إِذَا طَلَعَتْ تَزَاوَرُ عَنْ كَهْفِهِمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَإِذَا غَرَبَتْ تَقْرِضُهُمْ ذَاتَ الشِّمَالِ وَهُمْ فِي فَجْوَةٍ مِنْهُ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ مَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ وَلِيًّا مُرْشِدًا

اووینی ته نمر کله چه راخيژی نو اوړئ غاردهغوی نه ښی طرف ته اوکله چه ډوبیږی نوډډه کوی ددوی نه گس طرف ته اودوی په ارت ځای کښی دی ددی غارنه داحال ددوی دلیلونو دقدرت د اللّه تعالٰی نه دی هغه څوک چه هدایت ورته اوکړی اللّه تعالٰی پس هغه هدایت والادی اوهغه څوک چه اللّه تعالٰی ئی بی لاری کړی هغه پس هیچ چیری به اونه مومی هغه لره دوست لارخودونکی -

په دی آیت کښی دغارحال ذکرشوی دی چه اللّه تعالٰی دوی لره په غارکښی دغرمونه څنگه محفوظ اوساتل (یعنی غارمه ددوی نه ښی طرف ته اوگس طرف ته اوړیدل) (ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ) دا دلیل دی چه دا ددوی کرامت وو اوکرامت دلیل دقدرت د اللّه تعالٰی دی اومعلومه شوه چه اصل کرامت حفاظت د اللّه تعالٰی ولی اللّه لره وی اومعلومه شوه چه کرامت په دعوت د حق اوپه هجرت سره حاصلیږی - داقول ددی آیت په تشریح کښی صحیح دی - اوبعضو مفسرینو وئیلی دی چه دغار وضع په داسی طریقه سره وه چه په دوی باندی غارمه نه لږیدل یعنی شمال طرف ته دهغی دروازه (خوله) وه اوداصحیح نه ده (تَقْرِضُهُمْ) کښی اشاره ده چه دغروب په وخت نمرپه دوی باندی لږشان لږیدلو ځکه چه په لږ نمرلږیدلو سره اصلاح دبدن راځی اودا ددی وجی نه چه تَقْرِضُهُمْ دقراضة الرهب نه ماخوذدی یعنی ټکړی (مَنْ يَهْدِ اللَّهُ) اشاره ده چه اصحاب کهف ته هدایت اوکړی شو اونورقوم په شرک کښی پاتی وؤ دا اختیارد اللّه تعالٰی دی - یاپه دی واقعی سره چاته هدایت ملاویږی اوچاته نه ملاویږی داهم د اللّه تعالٰی اختیاردی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل