الكهف ۱۸

وَتَحْسَبُهُمْ أَيْقَاظًا وَهُمْ رُقُودٌ وَنُقَلِّبُهُمْ ذَاتَ الْيَمِينِ وَذَاتَ الشِّمَالِ وَكَلْبُهُمْ بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ لَوِ اطَّلَعْتَ عَلَيْهِمْ لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا وَلَمُلِئْتَ مِنْهُمْ رُعْبًا

اوگمان به کوی ته په دوی باندی بیدار اودوی اوده دی او اړؤو را اړؤو مونږ دوی لره ښی طرف ته او گس طرف ته اوسپی ددوی خورؤونکی دی دواړه لیچی په درشل باندی که چیری ناڅاپه ورښکاره شی دوی ته اوبه گرځی ددوی نه تیخته کؤونکی اوډک به شی ددوی نه په رعب سره -

په دی آیت کښی داصحاب کهف بل حال ذکرکوی دغارداوسیدلوپه وخت کښی اوپه دی کښی هم مقصد حفاظت دبدنونو دهغوی دی د خاورونه اودارنگ دسپی په ذریعه حفاظت دخلقو د شوروشغب نه چه دخوب نه بیدارنه شی (وَنُقَلِّبُهُمْ) دا علت دی دایقاظاً دپاره یعنی په دوی باندی د بیدارانوگمان په دی وجه سره کیږی چه ددوی ډډی زرزر بدلیږی لکه دبیدار شخص په شان - داوجه چه مفسرینو لیکلی ده چه سترگی ددوی په وخت دخوب کښی پرانستی وی ددی قول ضرورت هم نیشته اودلیل هم نیشته (وَكَلْبُهُمْ بَاسِطٌ ذِرَاعَيْهِ بِالْوَصِيدِ) دا سپی دمؤحدینو خدمتگار وو نو اللّه تعالٰی په دی سبب دده مقام اوچت کړو اوقرآن کښی ئی ذکراوکړو - اوپه دی کښی اشاره ده چه سپی دڅوکیدارئ دپاره ساتل جائز دی - اودارنگ اشاره ده چه سپی په داخل دکورکښی ساتل نه دی جائز بلکه دروازی سره دی وی (لَوَلَّيْتَ مِنْهُمْ فِرَارًا) داهم کرامت دی چه اللّه تعالٰی دوی لره داسی رعب ورکړی وو چه څوک نزدی نه شو ورتللی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل