الكهف ۱۶

وَإِذِ اعْتَزَلْتُمُوهُمْ وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ فَأْوُوا إِلَى الْكَهْفِ يَنْشُرْ لَكُمْ رَبُّكُمْ مِنْ رَحْمَتِهِ وَيُهَيِّئْ لَكُمْ مِنْ أَمْرِكُمْ مِرْفَقًا

او هرکله چه ډډه اوکړه تاسو ددوی نه اودهغه چانه چه دوی ئی بندگی کوی سیوا د اللّه تعالٰی نه پس پناهی واخلئ‌ غارته ډیرفراخه به درکړی تاسو له به رب ستاسو درحمت خپل نه او آسانه به کړی تاسولره ددی کارستاسو نه فائدی ډیری -

هرکله چه بادشاه دوی له مهلت ورکړو نودوی دپلارانو او ادخپلونه جداشول اوپوهه شول چه پادشاه مونږ خپل دین ته اړوی، یا مونږسنگسار کوی لکه آیت (۲۰) کښی دا ذکرشوی ده نودخپل دین دبچ کولودپاره دوی مشوره اوکړه دهجرت کولوغارته (وَمَا يَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ) ئی ځکه اوئیل چه جدا کیدل دقوم نه ددنیاپه مقصد باندی نه وو بلکه دتوحید په سبب سره وو - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه مهاجردپاره د اللّه تعالٰی په رحمت باندی توکل په کاردی - اومراد د رحمت نه بچ ساتل دی دقوم نه لکه چه داسی شوی وو په غارثورکښی په وخت دهجرت د نبی ﷺ (وَيُهَيِّئْ لَكُمْ) کښی اشاره ده چه روستو دتکلیفونونه اللّه تعالٰی آسانتیا او آرام راولی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل