هَؤُلَاءِ قَوْمُنَا اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً لَوْلَا يَأْتُونَ عَلَيْهِمْ بِسُلْطَانٍ بَيِّنٍ فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا
داقوم زمونږدی نیولی دی دوی سیوا د اللّه تعالٰی نه نورمددگاران ولی نه راوړی په دی باندی دلیل ښکاره پس څوک لوی ظالم دی دهغه چانه چه جوړوی په اللّه تعالٰی باندی دروغ -
داهم دهغوی په بیان کښی داخل دی یعنی څلورم سوال دی - چه تاسو دخپلو مشرانونه ولی مخالفت کوئ؟ دوی جواب اوکړو (لَوْلَا يَأْتُونَ عَلَيْهِمْ بِسُلْطَانٍ بَيِّنٍ) یعنی مشران دی په الوهیت دغیراللّه دلیل پیش کوی پنځم سوال که دمشرانو بی دلیله تابعداری اوکړئ نوڅه جرم دی؟ جواب دادی (فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا) یعنی دا ډیرلوی ظلم دی - ددی نه لوی ظلم بل څه کیدی شی -