الكهف ۱۴

وَرَبَطْنَا عَلَى قُلُوبِهِمْ إِذْ قَامُوا فَقَالُوا رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَنْ نَدْعُوَ مِنْ دُونِهِ إِلَهًا لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا

اوکلک کړی ؤو مونږ زړونه دهغوی کله چه اودریدل پس اوئیل دوی رب زمونږ رب د آسمانونو او ځمکی دی هیچ چیری به اونه بلو مونږ سیوا د اللّه تعالٰی نه بل مدد گار یقینا‌ً وئیلی به وی مونږدغه وخت دحد نه تیره شوی خبره -

په دی آیت کښی ذکرشوی دی احتیاج ددوی اللّه تعالٰی ته په ربط قلب کښی - اوربط قلب حال دقوت صبردی چه معلومیږی په وخت د سختو مصیبتونوکښی اوداد اللّه تعالٰی دطرف نه یوکرامت وی دصالحینوبندگانو دپاره لکه سورة قصص (۱۰) کښی، اومقابل ددی خت قلب دی چه عنادیانودپاره آخری مقام دی (قَامُوا) بادشاه مشرک وو هغه چه دوی نه خبرشو نودوی ئی ځان ته حاضرکړل اوددوی نه ئی یوڅوالونه په ترتیب سره اوکړل - اول سوال: ستاسو رب څوک دی؟ دوی جواب اوکړو (رَبُّنَا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ) دوهم سوال: ددغه رب نه سیوا څوک دبلنی اورامدد کولوحق دار شته دی؟ دوی جواب اوکړو (لَنْ نَدْعُوَ مِنْ دُونِهِ إِلَهًا) په اول کښی توحید دربوبیت دی اوپه دوهم کښی توحید دالوهیت دی - دریم سوال: که څوک د اللّه تعالٰی نه سیوا دبل چانه حاجت غواړی نوددی څه حکم دی؟ دوی جواب اوکړو (لَقَدْ قُلْنَا إِذًا شَطَطًا) شطط دحد نه تجاوز کول، باطل او دروغ دیته شطط‌ وائی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل