الكهف ۱۳

نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ نَبَأَهُمْ بِالْحَقِّ إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ وَزِدْنَاهُمْ هُدًى

مونږ بیانوو په تاباندی خبرددوی دحق دښکاره کولو دپاره یقیناً دوی ځوانان وو ایمان ئی راوړی ؤو په رب خپل باندی اوزیات کړی ؤو مونږهدایت ددوی -

تیرشوی آیتونو کښی داصحاب کهف عجزاو احتیاج اوعدم دعلم غیب ئی ذکرکړو دپاره دجواب دشبهی - اوس په دی آیت کښی تفصیل دنوروحالاتو دهغوی ذکرکوی په باره ددیانت او دعوت دهغوی کښی (بِالْحَقِّ) کښی اشاره ده چه دی واقعه کښی قرآن کریم رشتینی حالات ذکرکړی دی - په خلاف دیهودیانو چه هغوی په کښی ډیر اسرائیلیات ذکر کړی دی اودارنگ اشاره ده دحق د اظهار دپاره (چه هغه اثبات دتوحید اورد دشرک دی) ددوی واقعه ذکرکوی (فِتْيَةٌ) ددی معنیٰ داده چه دعمرپه لحاظ سره نوعمرځوانان وو او اولاد وو داشرافو دقوم خپل اوددوی غاړوته طوقونه دسروزرو او لاسونو ته کړئ دسروزرو پراته وو اوپه غوږونوکښی ئی والئ وی بنا په عادت دهغه قوم سره اوهرکله چه ددوی نه پلاران مسئله دتوحید ناراض شول نوددوی نه ئی دا کالی واخستل - اوتفسیرابن کثیرکښی ذکردی چه اکثراولیاء اللّه نوجوانان خلق وی اوزاړه عمروالا اکثردقبول دحق نه محروم وی (وَزِدْنَاهُمْ هُدًى) دلیل دی په دی خبره باندی چه په هدایت اوایمان کښی زیاتی اوکمی راځی - اواشاره ده چه د دعوت الی الحق دپاره زیات ایمان او هدایت ضروری دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل