الكهف ۱۲

ثُمَّ بَعَثْنَاهُمْ لِنَعْلَمَ أَيُّ الْحِزْبَيْنِ أَحْصَى لِمَا لَبِثُوا أَمَدًا

بیا رابیدارکړل مونږدوی دپاره ددی چه ښکاره کړو مونږ چه کوم یو ددواړو ډلو شمارکوی دهغه مودی چه دوی حصار شویؤو په غارکښی -

په دی کښی ئی ذکرکړی دی احتیاج د اصحاب کهف اللّه تعالٰی ته په بیداریدلوکښی دخوب نه، اوپه دی وجه په حدیث کښی دخوب نه بیدارئ‌ په دعا کښی دا الفاظ نقل کړی شوی دی (الحمدللّه الذی احیانا بعد ما اماتنا) اوپه دی آیت کښی یوحکمت دبیدارولو دهغوی ذکرکړی دی (لِنَعْلَمَ) مراد علم نه علم داظهار دی یعن لنظهر ځکه چه نورو نصوصو قطعیوسره ثابته ده چه اللّه تعالٰی په هرڅه عالم دی - (الْحِزْبَيْنِ) ددوی نه مراد هغه دوه ډلی وی په اصحاب کهف کښی چه روستو دبیدارئ نه یوی ډلی وئیلی وو لَبِثْنَا يَوْمًا اوبلی ډلی وئیلی وو أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ اودا قول غوره دی نوحاصل دادی چه ښکاره شوه داخبره چه دا دواړه ډلی دخپلی مودی دخوب نه خبرنه وو نومعلومه شوه چه غیب دان نه وو -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل