فَضَرَبْنَا عَلَى آذَانِهِمْ فِي الْكَهْفِ سِنِينَ عَدَدًا
پس تپول اوکړه مونږپه غوږونو دهغوی په غارکښی یوڅو کلونه دشمار -
په دی آیت کښی احتیاج د اصحاب کهف اللّه تعالٰی ته په خوب راوستلوکښی ذکرکړی دی - یعنی هرکله چه دوی ددین په دعوت ستړی شوی وو نو اللّه تعالٰی دوی له آرام ورکړو په خوب سره او آذان ئی ذکرکړو ځکه چه کمال دخوب هله راځی چه غوږونه د خبرو اوریدلونه بند شی اودارنگ په دی کښی اشاره ده چه دا اوده کول شفقت د اللّه تعالٰی ووپه دوی باندی لکه څنگه چه مور دشفقت دوجی نه دبچی غوږونه ټپوی په وخت داوده کولو کښی -