الكهف ۱۰

إِذْ أَوَى الْفِتْيَةُ إِلَى الْكَهْفِ فَقَالُوا رَبَّنَا آتِنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا

کله چه پناهی واخسته ځوانانوغارته پس دوی اوئیل ای ربه زمونږ راکړی مونږته خپل طرف نه کلک والی اوآسانه کړی مونږ ته زمونږ ددی کارنه کامیابی -

په دی آیت کښی عجزداصحاب کهفو ذکردی په هجرت کولوسره غارته اوبیادعا دهغوی ذکر ده په طلب درحمت اودرشد سره اودا په دین دنصرانیت کښی (په یوقول سره) جائزده چه رهبانیت اختیار کړی اوغارکښی ژوند تیروی -
فائده: دا دلیل دی‌ په دی خبره چه هجرت کول دپاره دحفاظت ددین په وخت دخوف دفتنوکښی دا سنت داولیاؤ او دانبیاؤ دی اودا غارته تلل ددوی دلیل دهغه پیرانودپاره نشی کیدی چه بغیرڅه دویری دفتنی اودفساد نه په غارونوکښی چیلی اوباسی اودعوت ددین او جماعت د صلٰوت سره دقدرت او دطاقت نه پریږدی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل