الإسراء ۱۱۰

قُلِ ادْعُوا اللَّهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمَنَ أَيًّا مَا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا وَابْتَغِ بَيْنَ ذَلِكَ سَبِيلًا

ته اوایه بلنه کوئ‌ د اللّه تعالٰی یابلنه کوئ درحمان اوهریو چه بلئ‌ تاسو پس هغه لره نومونه ښائسته دی اوجهر مه کوه په دعا خپله اوپټ والی مه کوه په هغی سره او طلب کړه ددی مینځ کښی لار -

په دی کښی ترغیب دی دعاته په حال دسجده او حال دخشوع کښی اوتصریح ده په دی خبره باندی چه ددعا په وخت کښی اسماء‌ حسنیٰ د اللّه تعالٰی ذکرکول په طریقه دوسیلی سره ضروری دی لکه سورة اعراف (۱۸۰) کښی چه دی اوپه دی کښی رد دی په شرک فی الدعاء باندی -
فائده: چه خلقو کښی مشهوره ده چه ددعا په وخت وائی ای خدایه دا ددی آیت اودآیت دسورة اعراف نه صریح مخالفت دی ددی لفظ پریخودل ضروری دی بلکه یااللّه یارحمان دی وائی یانورآسماء حسیٰ ځکه چه لفظ خدا اگرچه معنیٰ ده دمالک لیکن تعبد په معانوسره صحیح نه دی اگرچه د معنیٰ په لحاظ سره اطلاق ئی په طریقه دتوصیف او اخبار په اللّه تعالٰی باندی صحیح دی (وَلَا تَجْهَرْ بِصَلَاتِكَ وَلَا تُخَافِتْ بِهَا) ددی معنیٰ داده چه دعا په جهرسره مه لوله اوپه زړه کښی هم پری اکتفاء مه کوه بلکه په ژبه لوله اوشاره ده جهرپه دعای سره بغیردشرعی مواضعونه بدعت دی داسی په سورة اعراف (۵۵) او (۲۰۵) کښی هم دی، او دوهمه معنیٰ داده چه مراد صلاتک نه قرائت دی یعنی قرآئت په ټولو مونځونوکښی په جهرمه لوله اوپه ټولو کښی په اخفاء سره مه لوله بلکه بعضی په جهر او بعضی په اخفاء سره او دارنگ خارج دمانځه نه هم قرائت په آوچت آواز سره خلق پریشان کوی جائزنه دی اواکتفاء دزړه په فکرکولوسره فقظ داهم نه دی جائز -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل