وَيَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ يَبْكُونَ وَيَزِيدُهُمْ خُشُوعًا ۩ ࣛ
اوپریوځی په زنوباندی ژاړی دوی اوزیاتی کوی دوی لره عاجزی -
په دی کښی ددوی نورصفات ذکرکړی شوی دی یعنی ژړا او زیاته خشوع کول، اوتکرارکښی اشاره ده کثرت دسجود ته اود اولی سجدی سبب اوریدل دقرآن دی اوددوهم ځل سجدی کولوسبب بکاه او خشوع ده یا اول آیت کښی ددوی سجده ذکرده اوپه دوهم کښی ذکردسجدی نیشته بلکه روستو دسجدی نه سرټیټ کړی دژړا دپاره - اوآیت دلیل دی چه په کتاب د اللّه تعالٰی سره په انسان کښی خشوع زیاتیږی اودغه خشوع ایمان دی اوپه ذکرددی صفت کښی اشاره ده چه علماؤ دقرآن لره هم داسی کیفیت په کاردی -