الإسراء ۱۱۱

وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُنْ لَهُ وَلِيٌّ مِنَ الذُّلِّ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا

اوته اوایه ټول صفتونه دالوهیت خاص اللّه تعالٰی لره دی داسی ذات دی چه دی نیولی ولد (ځوی) اونیشته هغه لره شریک په بادشاهئ کښی اونیشته هغه لره امدادی دوجی دکمزورئ نه او لوئی وایه دهغه لوئی کول -

په دی آیت کښی امردی په حمد وئیلوددعاسره په اول ددعا کښی اوپه نعمت د اختتام ددی سورة سره هرکله چه مخکښی آیت کښی د اللّه تعالٰی صفات ثبوتیه ته اشاره اوکړه په آسماء حسنیٰ سره نواوس په دی آیت کښی صفات سلبیه ذکرکوی اوپه دی آیت کښی رد دی په دری اقسامودشرک، یوشریک ادنیٰ وی چه هغه ولددی هغه ئی نفی کړو په دی قول سره (لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا) اودوهم شریک مساوی هغه ئی نفی کړو په دی لفظ سره (وَلَمْ يَكُنْ لَهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ) اودریم قسم شریک اعلٰی دی په هغی رد دی په دی قول سره چه چه (وَلَمْ يَكُنْ لَهُ وَلِيٌّ مِنَ الذُّلِّ) اودا قسم شرک کول په صابئینو مجوسو کښی شته چه هغوی وئیل لولااولیاءه لذل (العیاذباللّه) - اودارنگ په دی امت کښی شته چه اولیاء اللّه په اللّه تعالٰی شفعاء قهریه یعنی زورگنړی اود بریلیانو عقیده ده چه عبدالقارد جیلانی ته دستگیرددی وجی نه وائی چه (نعوذباللّه)‌ یوځل ئی د اللّه تعالٰی مدد کړی وو - اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه په مانځه کښی دتکبیراولٰی نه وړاندی دشرک نه برائت ضروری دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل