وَقُرْآنًا فَرَقْنَاهُ لِتَقْرَأَهُ عَلَى النَّاسِ عَلَى مُكْثٍ وَنَزَّلْنَاهُ تَنْزِيلًا
اوقرآن مونږتقسیم کړی دی په حصو دی دپاره چه اولولی ته داپه خلقوباندی په دمه دمه اولږلږ نازل کړی دی مونږ دی په نازولوسره -
داهم متعلق دی دتیرشوی آیت سره او (فَرَقْنَاهُ) کښی مراد دادی چه تقسیم کړی دی مونږ دا قرآن په سورتونو اوپه آیاتونو سره چه په خلقوباندی په دمه دمه لوستلی کیږی چه هغوی پری پوهه شی او (نَزَّلْنَاهُ) کښی اشاره ده چه لږلږ نازل کړی شوی دی (وَقُرْآنًا) منصوب دی په شرط دتفسیرسره په مابعد لیکن غوره داده چه دلته مخفف په معنیٰ دمشدد سره دی اومراد په دی سره تقسیم دی آیاتونواوسورتونوته اوپه دی کښی جواب دسوال دمنکرینودی چه هغوی وئیل چه دا قرآن په یوکرت ولی نه نازلیږی -