الإسراء ۱۰۷

قُلْ آمِنُوا بِهِ أَوْ لَا تُؤْمِنُوا إِنَّ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ مِنْ قَبْلِهِ إِذَا يُتْلَى عَلَيْهِمْ يَخِرُّونَ لِلْأَذْقَانِ سُجَّدًا

ته اوایه ایمان راوړئ په دی قرآن اوکه ایمان نه راوړئ یقیناً هغه کسان چه علم ورکړی شوی دی مخکښی ددی نه کوم وخت چه اولوستلی شی په دوی باندی پریوځی په زنوباندی سجده کوونکی -

پس د بیان دصدق دقرآن نه اود جواب دسوال دهغوی نه اولاً زجردی منکرینوته اوبیا دلیل نقلی دمخکنوکتابیانو نیکانونه او أَذْقَان نه مراد تندی او مخ دی په ذکر دجزء مجاور اومراد ترینه کل اوپه دی کښی زیاتی خشوع ته اشاره ده چه په سجده کښی د زیاتی خشوع دوجی نه خپلی ږیری ځمکی ته نزدی کوی - اوهرکله چه عین زنه او ږیره کیخودل په ځمکه باندی مراد نه دی ددی وجی علی الاذقان ئی نه دی وئیلی (أُوتُوا الْعِلْمَ) هغه علماؤ ته وئیلی شی چه په کتاب اللّه تعالٰی باندی تمسک کوی اوعمل کوی شهادت هم دهغوی قبلیږی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل