الإسراء ۱۰۵

وَبِالْحَقِّ أَنْزَلْنَاهُ وَبِالْحَقِّ نَزَلَ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا مُبَشِّرًا وَنَذِيرًا

اوپه حق سره نازلول شروع کړی دی مونږ ددی قرآن اوپه حق سره نازل شوی دی اونه ئی لیږلی مونږته مگرزیری ورکوونکی او ویره ورکوونکی -

په دی کښی ترغیب دی قرآن ته چه نزول دقرآن په حق سره شروع شوی دی اوپه حق سره ځمکی ته رارسیدلی دی یعنی په مینځ کښی هیڅ تبدیلی نه ده راغلی اوپه دی کښی اشارةً تخویف دی یعنی فرعون دحق انکاراوکړو نوعذاب ورباندی راغی نودا موجوده خلق که دقرآن (چه حق دی) انکاراوکړی نوپه دوی باندی به عذاب راشی - اوپه دی کښی صدق درسول هم ذکرشوی دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل