وَقُلْنَا مِنْ بَعْدِهِ لِبَنِي إِسْرَائِيلَ اسْكُنُوا الْأَرْضَ فَإِذَا جَاءَ وَعْدُ الْآخِرَةِ جِئْنَا بِكُمْ لَفِيفًا
او اوئیل مونږروستود (غرقولو دهغه نه) بنی اسرائیلوته اوسیږئ په ځمکه کښی هرکله چه راشی وعده دآخرت راولو به تاسولره غونډ -
په دی کښی ذکردانعام دی په بنی اسرائیلوباندی سره دتخویف اخروی نه اومراد د (الْأَرْضَ) نه ځمکه دشام اوبیا ځمکه دمصرده په زمانه د داؤد علیه السلام کښی - اوپه دی آیتونوکښی لطیفه اشاره ده چه دامکی والا به هم ددی رسول تکذیب کوی اوبیابه ئی دمکی نه اوشړی لکه چه بنی اسرائیلولره فرعون اوشړل اوبیابه مؤمنان په ځمکه دمدینه او په مکه (پس دغلبی نه) کښی آباد پاتی شی -