فَأَرَادَ أَنْ يَسْتَفِزَّهُمْ مِنَ الْأَرْضِ فَأَغْرَقْنَاهُ وَمَنْ مَعَهُ جَمِيعًا
پس اوغوښته فرعون چه اوباسی دوی لره (په زور) دملک مصرنه پس غرق کړومونږ دی او دده ملگری ټول -
په دی آیت کښی بل ظلم دفرعون ذکرشوی دی چه هغه هم سبب دعذاب شو (فَأَرَادَ) په معنیٰ دکوشش کولو دی اوبیا عذاب ذکرشوی دی - اوپه دی آیت کښی تصریح ده چه فرعون دغرق نه بچ شوی نه دی -