قَالَ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا أَنْزَلَ هَؤُلَاءِ إِلَّا رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ بَصَائِرَ وَإِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا فِرْعَوْنُ مَثْبُورًا
اوئیل موسیٰ علیه السلام یقیناً ته پوهه ئی چه نه دی نازل کړی دآ آیات مگررب دآسمانونواود ځمکی دلیلونه دښکاره کولو دتوحید اویقیناً زه گمان کوم په تاباندی ای فرعونه تباه کړی شوی -
دا خطاب دی د موسیٰ علیه السلام فرعوت ته اودلیل دی په دی خبره چه فرعون په زړه کښی حق پیژندو لیکن په ژبه ئی عناداً انکارکوؤ لکه سورة نمل (۱۴) کښی دی (مَثْبُورًا) هلاک شوی او ناقص العقل اولعنتی -