وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى تِسْعَ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ فَاسْأَلْ بَنِي إِسْرَائِيلَ إِذْ جَاءَهُمْ فَقَالَ لَهُ فِرْعَوْنُ إِنِّي لَأَظُنُّكَ يَا مُوسَى مَسْحُورًا
اویقیناً ورکړی دی مونږ موسیٰ علیه السلام ته نهه معجزات ښکاره پس تپوس ئی اوکړه د بنی اسرائیلو نه کله چه راغی موسیٰ علیه السلام دوی ته پس اوئیل هغه ته فرعون یقیناً زه گمان کوم په تاباندی ای موسیٰ جادوکړی شوی -
ددی آیت نه ترآخر دسورة پوری څلورمه حصه ده په دی کښی څلورم سبب دعذاب ذکرکوی چه هغه استهزاء بالرسل ده اوددی مثال ئی ذکرکړی دی په واقعه دفرعون اود موسیٰ علیه السلام د (۱۰۱) نه تر (۱۰۴) پوری اوبیا ترغیب دی قرآن ته په (۱۰۶،۱۰۵) کښی، بیا دلیل نقلی دی داهل کتابو سابقینونونه (۱۰۹،۱۰۸،۱۰۷) کښی بیا اختتام دسورة دی په (۱۱۱،۱۱۰) کښی په توحید سره - په دی (۱۰۱) کښی مراد د آیات نه نهه معجزات د موسیٰ علیه السلام دی چه په سورة اعراف (۱۳۳،۱۳۰) کښی ذکرشوی دی او بعضی مفسرینوددی نه نهه احکام اراده کړی دی اوهغه په حدیث دصفوان بن عساکرکښی ذکرشوی دی لیکن ابن کثیروئیلی دی چه دا حدیث منکردی او د عبداللّه بن سلمة راوی په حفظ کښی نقصان دی - او ددی آیت ربط دماقبل سره دادی چه فرعون سره اگرچه ډیری خزانی وی لیکن دهغی په سبب سره دعذاب د اللّه تعالٰی نه بچ نه شو نومعلومه شوه چه دی اختیارمند دخزانو نه وؤ اوپه هغی باندی دوجی داستهزاء نه په رسول پوری عذاب راغی (مَسْحُورًا) په خپله معنیٰ سره دی یاپه معنیٰ دساحردی لکه مفعول په معنیٰ دفاعل سره راځی معجزات د موسیٰ علیه السلام نورهم ډیروؤ لکه چه سورة بقره کښی ذکر دی لیکن دفرعون په ژوند کښی غټ معجزات صرف نهه وؤ -