الإسراء ۱۰۰

قُلْ لَوْ أَنْتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَائِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذًا لَأَمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الْإِنْفَاقِ وَكَانَ الْإِنْسَانُ قَتُورًا

ته اوایه که تاسو شئ اختیارمند دخزانو درحمت درب ځما نودغه وخت خامخا تاسوبند کړئ‌ دویری دخلاصیدلونه اودی انسان ډیرتنگ زړی -

تیرشوی آیت کښی قدرت داللّه تعالٰی ذکرکړی شو نوپه دی آیت کښی عجزاو ضعف دمخلوقاتو ذکر کوی چه دوی سره دخزانو ملک او اختیارنیشته اوکه بالفرض دخزانو مالکان شی نوخرچ نه شی کولی ددی د ویری نه چه داخزانی خوبه خلاصی شی - اودا آیت رد دی په هغه چاباندی چه انبیاء‌ او اولیاء اللّه دخزانو اختیارمند گنړی - نوپه دی آیت کښی هم دلیل د توحید دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل