أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ قَادِرٌ عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ وَجَعَلَ لَهُمْ أَجَلًا لَا رَيْبَ فِيهِ فَأَبَى الظَّالِمُونَ إِلَّا كُفُورًا
آیا نه گوری دوئ چه یقیناً اللّه تعالٰی داسی ذات دی چه پیداکړی دی آسمانونه اوځمکه قادر دی چه پیدا کړی ددوی په شان اومقرر کړی ده ددوی دپاره نیټه نیشته شک په هغی کښی پس نه کوی ظالمان بل کارسیوا دناشکرئ کولونه -
دا دلیل عقلی دی دپاره داثبات د بعث بعدالموت اودپاره دتوحید (فَأَبَى الظَّالِمُونَ إِلَّا كُفُورًا) په دی ظالمون لفظ ددی وجی نه راوړو چه انکار دقدرت د اللّه تعالٰی نه لوی ظلم دی اوپه (۸۹) کښی الناس ئی ذکرکړی دی ځکه صرفنا للناس په کښی ذکر کړی دی (عَلَى أَنْ يَخْلُقَ مِثْلَهُمْ) دارنگ په سورة یٰس (۸۱) کښی اوپه سورة احقاف (۳۳) کښی دی اودمثلهم نه مراد نفس ذاتونه ددی خلقو دی ځکه چه مثل کله په معنیٰ دذات راځی او آیت (۳۳) سورة احقاف ددی تفسیردی - ځکه چه په هغی کښی مثلهم په ځآی کښی الموتیٰ ذکرکړی دی -