ذَلِكَ جَزَاؤُهُمْ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا وَقَالُوا أَإِذَا كُنَّا عِظَامًا وَرُفَاتًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ خَلْقًا جَدِيدًا
داسزا ددوی ده په دی وجه چه دوی کفرکړی دی په ایاتونو زمونږ اودوی وائی آیا کله چه مونږشو هډوکی او ذری ذری آیا پورته به کړی شوی په پیدائش نوی سره -
په دی کښی اسباب دعذاب ئی ذکرکړی دی یوکفر بالایات یعنی انکار دتوحید نه، اودوهم انکار دبعث بعدالموت نه اودا دوهم سبب ددی سورة په (۴۹) کښی ذکر وؤ -