وَمَنْ يَهْدِ اللَّهُ فَهُوَ الْمُهْتَدِ وَمَنْ يُضْلِلْ فَلَنْ تَجِدَ لَهُمْ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِهِ وَنَحْشُرُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَلَى وُجُوهِهِمْ عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ كُلَّمَا خَبَتْ زِدْنَاهُمْ سَعِيرًا
اوهغه څوک چه هدایت اوکړی اللّه تعالٰی هغه ته پس هغه هدایت موندونکی دی اوهغه څوک چه بی لاری کړی اللّه تعالٰی هغه لره پس چیری اوبه نه مومی ته هغوی لره مددگار سیواد اللّه تعالٰی نه اوراغونډبه کړو مونږدوی په ورځ دقیامت په مخونوهغوی باندی ړانده او چاړاگان اوکانړه ځای ددوی جنهم دی هرکله چه لمبی کمی شی نو زیاتوؤبه دوی لره لمبی داور -
په دی آیت کښی ذکر ددوو ډلودی پس داثبات درسالت نه څوک به دارسول منی اوڅوک به ئی نه منی اوبیا نه منونکوته تخویف اخروی دی اودارنگ دا جواب دسوال دی چه دارسول چیرته په حقه باندی وی نولازم داده چه دټولو خلقو به هدایت موندلی وی حاصل جواب دادی چه هدایت او ضلال په اختیارد اللّه تعالٰی کښی دی (وَنَحْشُرُهُمْ) اودارنگ په سورة فرقان (۳۴) کښی دی او (عُمْيًا وَبُكْمًا وَصُمًّا) په حقیقت حمل دی یعنی په بعضی حالت کښی په ورځ دحشربه ددوی داسی حال وی، اوحدیث صحیح کښی راغلی دی (الیس الذی امشاه علی رجلین قادر علٰی ان یمشِیه علی وجهه یوم القیامة) یعنی هغه ذات چه په دنیا کښی ئی دوی په خپوباندی گرځولی دی نوهغه قادردی چه په قیامت کښی ئی په مخ باندی اوگرځوی په عذاب دجنهم کښی تخفیف نه راځی لکه نورو نصوصو کښی دا ظاهرراغلی دی -