الإسراء ۹۶

قُلْ كَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا بَيْنِي وَبَيْنَكُمْ إِنَّهُ كَانَ بِعِبَادِهِ خَبِيرًا بَصِيرًا

ته اوایه پوره دی اللّه تعالٰی گواه (فیصله کوونکی) په مینځ ځما اوپه مینځ ستاسو کښی یقیناً اللّه تعالٰی دی په بندگانو خپلو خبردار لیدونکی -

داهم جواب دی او اثبات د رسالت د رسول اللّٰه ﷺ دی په شهادت د اللّه تعالٰی سره، اودارنگ په سورة رعد (۴۳) کښی دی (شَهِيدًا) شهادت کول د اللّه تعالٰی په رسالت درسول باندی هغه اخبارات او حجتونه دی چه اللّه تعالٰی په قرآن کریم کښی په ډیرو آیتونوکښی ذکرکړی دی اوپه هغی فیصله کیږی ددوه فریقو په مینځ کښی ددی وجی نه بین و بینکم ئی اوئیلو - یاد شهادت نه علم د اللّه تعالٰی په حال دنبی او په حال دمنکرینوباندی مراد دی -

مخکینی ➡ 🏠 Home ⬅ بل